سیاست

دوه تنه مسوولين دمشرانو جرګې له خوا وستايل شول

کابل باختر د زمري دمياشتې ٥ :
دسنامجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار  په يوه غونډه کې دبهرنيو چارو وزارت  دويندوى دمرستيال  حضرت شاه فرخاري اوپه متحده عربي اماراتو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقونسلګرۍ دپخواني مستشار جمال عبدالناصر کړه وړه  دستاين ليکونو په ورکولو سره  وستايل   او دچارو په ترسره کولو کې يې دهغوي دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : په دې غونډه کې دغو مسوولينو  دسنا مجلس معنوي ستاينه   دخپلو کاري  چارو په  پرمخ بيولو کې اغيزمنه وبلله او  ژمنه  يې وکړه  چې له پخوا زيات به  دهېوادوالو په خدمت کې وي .دغه رازمحمدعلم ايزدياردکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ ديو شمير منسوبينو  اودکابل ښاريانو شکايتونه واوريدل  . دوى  د سليقوي او توپيري چلندونو ، دکابل ولايت په امنيه  قوماندانۍ کې دځينو مسوولينو له خوا دبيځايه بدلونونو اوپه ښارکې د ناامنيو دزياتوالي له امله شکايت وکړ او دمسوولينو له خوا يې دهغو دڅيړنې غوښتنه وکړه.
دمشرانو جرګې لومړي نايب دطرحه شويو شکايتونو په اوريدو سره  ژمنه وکړه  چې  دغه مسله  په ډير لنډ ممکن وخت کې له اړوندو مسوولينو سره طرحه کوي اولازم اجراات به وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته