ټولنه

دکاپيسا تيره لرغونتيا نن په يو څيړنيز سيمينار کې وڅيړل شوه.

کابل باختر د تلي  څوارلسمه :
دپروني او نننۍ کاپيسا کې دلرغون پوهنې دتحقيقاتو تر عنوان لاندې  علمي تحقيقي سيميناردعلومو اکادمۍ د لرغون پوهنې دتحقيقاتو د مرکزله خوا نن 
په کابل کې جوړ شو .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې  : دسيمينار دکار په پيل کې دهيواد دجمهور رييس حامدکرزي پيغام دعلومو اکادمۍ درييسې   څيړنپوهې  ثريا پوپل له خوا  ولوستل شو چې دپيغام په يوه برخه کې ويل شوي دي : 
دافغانستان په تاريخي سيموکې کاپيسا له ډيرو مهمو لرغونو ساحو څخه ګڼل کيږي  اوڅه موده  د کوشانيانو دامپراطورۍ مرکزداوسني کاپيسا په سيمو کې و .
دلرغوني مدنيت  ډيرې  زړې نښې اوس هم دکاپيسا او بګرام په ځينو سيموکې موندل کيږي .  دلرغوني پوهنې هغې کيندنې  چې دشلمې پيړۍ  له لومړيو لسيزو څخه په بګرام او شاوخوا سيموکې پيل شوې ،  له  دې کيندنو  په لاسته راغلي اثار زموږ د هيواد دلرغوني تمدني ميراث په توګه  دهيواد دلرغوني تاريخ  او دفرهنګ د ځينو ساحو دڅيړنې لپاره ډير کار آمد مواد برابر کړي دي .
  وروسته  داطلاعاتو او فرهنګ د وزير پيغام داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهنر درييس  افسر رهبين له خوا  ولوستل شو .
په پيغام کې ويل شوي دي دلرغوني آريانا او داسلامي خراسان  هيواد په خپله لمنه کې  ستر فرهنګونه او تمدنونه  پاللي دي  چې له اسلام څخه  په مخکې پيړيو کې  دلرغون پوهانو او کيندونکوله خوا ترلاسه شوي  آثار  تراوسه پورې  هم د دغه واقعيت ښکارندوى دى چې په دغه لرغوني هيواد کې نه يوازې  دخپل شکوهمندو  تمدنونو بنسټ ايښودونکي دي  بلکې د نورو فرهنګونو دپاللو لپاره  هم  ښه ځاى و  چې دباختر يونان دتمدن  رامنځته کيدل او دغه راز د بودايي فرهنګ لوړول او دفرهنګ  اواسلامي تمدن په برخه کې  دخراسان  دپوهانو  کارنامې ځلانده  نمونې کيداى شي . 
په پيغام کې ويل شوي دي له بګرام يا لرغوني کاپيسا او باميانو څخه  دمسيح له ميلاد څخه مخکې  په دويمه پيړۍ کې د چيني زيارت کوونکي  وان زنګ  موندني ښيې  چې دبودايي دين او فرهنګ  دخپل له پيدايښت له ځاى څخه  په دغه هيواد کې خپل  اوج ته رسيدلي دي . 
وروسته دعلومو اکاډمي دلرغونپوهني  دتحقيقاتو دمرکز رييس څيړنپوه  کتابخان فيضي  دسيمينار دجوړولوپه باب خبرې وکړې  او ويي ويل :  دکاپيسا  دتاريخي او لرغوني  رښتيني ښار پيژندل او پيژندنه  چې د هغه ځلانده تاريخ ثبت دي  او اوسيدونکي يې دخپل دغه وياړلي تاريخ  په رڼا کې  ځاى لري چې  وياړ وکړي  او دخپل لرغوني عظمت  ساتنه وکړي .
  هغه سيمه  چې دپيړيو راپه دې خوا  زموږ دګران هيواد باعظمته ښار و او بايد درناوي  يې وشي . 
وروسته  دملي شورا  دمشرانو جرګې پيغام د څيړندوى  غلام حيدر کشکي له خوا ولوستل شو .  په پيغام کې ويل شوي دي څرنګه چې  په سندونو او  مدارکوکې شته کاپيسا يا کپيس چې د مقدوني سکندر  دخاطرو په دفترکې دنيسا په نامه ليکل شوي دي  د خداى (ج ) د بڼ او دشنې او شادابې  ځمکې په مانا راغلي دي   چې دهندوکش  دغرونو د لړۍ  په لمن کې  موقعيت لري . 
دکاپيسا ښار له ميلاد څخه مخکې  ديوسلو پنځوسو کلونو وروسته تر شپږ سوه پنځه ويشت کلونو پورې  دافغانستان  دامپراطورانو  پايتخت و .
مشرانو جرګې ددغه شان سيمينارونو جوړول  دافغانانو  دفرهنګ او هويت  دبډاينې  په  لاره کې  مهم  بولي او ددغو پروګرامونو په دوام باندې ټينګار کوي .
وروسته يو شمير پوهانو اوڅيړونکو دسيمينار دموضوع په باب خپلې علمي اوڅيړنيزې مقالې ولوستلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته