امنیت

په کابل کې يو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولوڅخه وژغورل شو

کابل / د لړم١٩/ باختر:
په کابل کې د استخباراتو منسوبانو یو ځوان د سړي تښتوونکو له منګولوڅخه ازاد کړ.
مهدي ۲۵ ورځې وړاندې په کابل کې وتښتول شو او د پغمان ولسوالۍ په یوه کور کې د سړي تښتوونکو له خوا ساتل کېده.
د افغانستان د استخباراتو لوى ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی منسوبانو تېره شپه د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د مهدي په ژغورني بريالي شول.
د تښتونې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو کشفي منسوبان وايي چې د عاملينو د نيولو هڅې يې پيل کړي دي.
تښتوونکو د مهدي د خلاصون په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه .
د مهدي کورنۍ د استخباراتو له مسوولینوڅخه مننه وکړه چې زوی یې د تښتوونکو له منګولو وژغوره.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته