سیاست

قانونپوه سروردانش: د ښځو د مقام په نسبت جدي پاملرنه او واقعبينانه چلند د افغانستان نننۍ ستره اړتيا ده

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠ :
د ښځو د چارو وزارت د مشرتابه هيئت نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او په دغه وزارت کې دځينو کاري پروګرامونو او د شتو ستونزو په باب يې دجمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د جمهور رييس مرستيال دې ته په اشارې سره  چې د ښځو د چارو  وزارت دلارې پرسر د پرتو  خنډونو او ستونزو په باب معلومات لري؛ وويل چې په افغانستان کې د ښځو مقام ته  دپاملرنې لپاره جدي او واقعبينانه چلند ته اړتيا ده .
ده په هېوادکې د ښځو د حالت دښه والي او دهغو مواردو دبيا څيړنې په کارکې  چې تراوسه پورې په دې نه دي بريالي شوي له مثبتو پايلو سره يوځاى وي؛ دحکومت او دغه راز د يو رسمي دولتي بنسټ په توګه  دښځو دچارو وزارت په جدي پاملرنې باندې ټينګار وکړ او ويې ويل:  نوى  حکومت  له ښځو سره  په ملاتړ  او هغو برخو ته په پاملرنې ژمن دى چې کولاى شي چې دهغوى  دظرفيت له  لوړولو   او ځواکمنۍ سره مرسته وکړي .
د جمهور رييس مرستيال د دې په يادونې سره چې دښځو دلارې پرسر زياتره پرتې ستونزې او خنډونه فرهنګي جرړې او په ځينو مواردوکې هم له دين څخه په انحرافي برداشتونوکې جرړې لري، د بېلابېلو ارګانونو له خوا په تيره بيا دښځو  دچارو وزارت، پوهنتونونو او د اکاډميکي مرکزونو له خوا د علمي او څيړنيزو فعاليتونو په پراختيا باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: د دولتي ادارو په جوړښت کې دښځو مشارکت هغه وخت په ښه توګه امکان منوونکى دى چې ښځې په خپله د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لاره کې د همت ملا وتړي.
ده د ښځو د چارو وزارت له خوا د ښځو د حقوقو د مدافعو بنسټونو په سمون او همغږۍ باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه: د ښځو د چارو وزارت د يو دولتي بنسټ په توګه کولاى شي په مرکز او ولايتونوکې دښځو د حقوقو  دمدافعو بنسټونو دفعاليت په سمون سره بلابيلو دولتي او خصوصي برخو کې دښځو دمشارکت ښه زمينه برابره کړي .
د ښځو د چارو وزارت د مشرتابه هيئت ،  د ترسره شوي فعاليت د لنډيز دبيانولو په ترڅ کې، د وزارت د تشکيل او بودجې کمښت، د ولايتونو د ښځو دچارو  د رياستونو د مامورينو د معاشونو او امتيازونو کمښت او دښځو پرخلاف  د تاوتريخوالي له قربانيانوسره دمرستې لپاره د بودجې نه لرل د دغه وزارت جدي ستونزې وبللې او د تاوتريخوالي له قربانيانوسره د مرستې او د ولسواليو په  کچه د دويمو واحدونو دفعاليت دپراختيا لپاره د وجهي صندوق دجوړولو وړانديز وکړ .
د کابينې د يوې فرعي کميټې په توګه د ښځو دچارو دکميټې  جوړول، په ښځو پورې د اړوندو پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولو لپاره دملي ټلويزيون پاملرنه ، د بودجې دتنظيم په کميټه کې غړيتوب او د دولتي ادارو په جوړښت کې د ښځو د مشارکت او شتون په کار کې دنوي  حکومت دمشرتابه هيئت جدي پاملرنه ، په دې کتنه کې د ښځو د چارو وزارت دمقاماتو نور وړانديزونه و.
دوى له ښځو سره د مرستندويو بنسټونو د بودجې په تطبيق کې جدي څارنه  د انکشافي پروګرامونو د تکرار او په څو سترو ښارونو د تمرکز د مخنيوي لپاره اغيزمنه کاري لاره وبلله او په دې برخه کې يې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د جمهور رييس مرستيال د ښځو د چارو وزارت د مشرتابه هيئت له خوا د طرحه شويو وړانديزونو د هرکلي په ترڅ کې په اړوندو چاروکې د دغه وزارت د مقاماتو  په غوڅوالي باندې  ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته