ورزش

امير حمزه دکرکټ دنړيوالې شورا په درجه بندۍ کې څلور ويشتم مقام وګاټه

کابل باختر د ثور دويمه :
دهېواد دکرکټ دملي ټيم  کين لاسي لوبغاړي امير حمزه هوټک دتوپ اچولو په برخه کې په نړيوالو سياليو کې  له ښه ځلښت  وروسته دکرکټ  دنړيوالې  شورا په درجه بندۍ کې څلور ويشتم مقام وګاټه .
امير حمزه  اووه کاله مخکې  دنولس کلنو ځوانانو دالف ټيمونوپه ترکيب کې شامل شو او څلور کاله مخکې يې دکرکټ دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړ . 
امير حمزه هوټک په کين لاس توپ اچوي او په ښي لاس توب وهي .
دى په توپ اچولو کې خاص مهارت لري او تراوسه پورې يې په يو ويشتو بهرنيو پنځوس اوريزو او په نولسو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى . او دهېواد دملي ټيم په ترکيب کې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې  په عربي متحده اماراتو کې په لومړي پنځوس اوريزه سيالۍ کې دپاکستان له ملي ټيم سره لوبه وکړه او په ٢٠١٣ ميلادي کال کې په عربي متحده اماراتو کې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې  له سکاتلند ټيم سره لوبه وکړه .
هوټک څلور ويشت کلن دى دميدان وردګو په ولايت  کې  زيږيدلى دى له دولسم ټولګي څخه فارغ  شوى دى ، په ننګرهار کې ژوند کوي ، واده يې کړى دى او دوه بچيان لري .
  له خپلو دوستانو سره  له موسکا ډکو شوندو سره له دوستانو سره چلند او هم تل  په خندا ډکې څيرې سره سلوک په هوتک پورې منحصرې ځانګړتياوې  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته