سیاست

په کابل کې به دبلغاريا سفارت فعال شي

کابل  باختردتلې دمياشتې ٤نيټه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني د ملګروملتود سازمان دټولنې دعمومي غونډې په څنډه کې دبلغاريا دبهرنيو چارو له وزيرې ميرمن اکاترينازحريوا سره وکتل
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ .                                       په دې کتنه کې صلاح الدين رباني دبلغاريا دبهرنيو چارو له وزيرې  څخه  دهغو مهاجرينو په باره کې چې په بلغارياکې ژوندکوي دهمکارۍ غوښتنه وکړه او ددغه هېواد له امنيتي او مالي مرستو څخه يې مننه وکړه .
د بلغاريا دبهرنيو چارو وزيرې هم د همکاريو په دوام ټينګاروکړ او په کابل کې يې         د بلغاريا دسفارت د پرانستلو هيله څرګنده کړه.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته