۱۰۰ ورځې

ډاکتر زلمي رسول په پروان اوکاپيسا کې خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام ورکړ

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٢ :
دجمهوري رياست نوماند ډاکتر زلمي رسول نن خپل کاري پروګرامونه د پروان او کاپيسا د ولايتونوخلکو ته بيان کړل.
ډاکتر زلمي رسول ددغو دوو ولايتونو د خلکو په هغې غونډه کې چې دبګرام ولسوالۍ د رباط په عيدګاه جومات کې جوړه شوې وه؛ ګډون وکړ او خپل پروګرامونه يې بيان کړل .
ده په دې ترڅ کې چې د خلکو له ستونزو سره اړيکې ونيولې؛ څرګنده کړه چې د برياليتوب په صورت کې دکرکيلې د ودې، د سړو خونو او د اوبو د بندونو او دغه راز دګلبهار د نساجى د فابريکې د بيا جوړولو او په پروان او کاپيسا کې د سولې د تامينولو په لاره کې به جدي پاملرنه وکړي .
دغه راز د جمهوري رياست د نوماند ډاکترزلمي رسول لومړي مرستيال احمدضيا مسعود  په  بېلابېلو برخوکې د خپل ټيم پروګرامونه بيان کړل.
ديوبل خبرله مخې: د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ يوپنځه شپيته کلن سړى  په چاريکارو ښارکې د ډاکترزلمي رسول دانتخاباتي مبارز په بهيرکې دګڼې ګوڼې له امله ترپښولاندې شو او ټپي شو چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته