کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
د بغلان ولايت پوليسو درې تنه په دغه ولايت کې د غلا په تور ونيول .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغو درېيو تنو يو فولډر موتر دپلخمري ښار د حسين خېلو له کلي څخه غلا کړی و چې د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شول .
ده وويل: له نيول شويو کسانو څخه يو کلکوف ، يو کرولا موټر چې په غلاو کې ورڅخه استفاده کوله، دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان وويل چې غلا کړى شوی موټر خاوند ته يې سپارل شوى دى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي: يو قاتل چې څه موده مخکې په فرنګ ولسوالۍ کې يې يوتن وژلی او دوه تنه نور يې ټپيان کړي وو، د پوليسو له خوا په پلخمري ښارکې ونيول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل