امنیت

دناپيژاندو کسانو له خوا دلاسي بم دغورځولو له امله لس تنه ووژل شول.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢
دلغمان ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې داستوګنې په يو کور دناپيژاندو کسانو له خوا ديو لاسي بم دغورځولو له امله ديوې کورنۍ لس تنه غړي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دلغمان دوالي مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې تيره شپه ناپيژاندو کسانو داستوګنې په يو کور دوه لاسي بمونه ورغورځول چې له امله يې دښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي دپيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه نه دى مشخص شوى او په دې باب تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته