امنیت

دکورنيو چارو وزارت : يرغلګر ووژل شول او نښته پاى ته ورسيده .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
په کابل کې دعراق په سفارت بريد ديرغلګرو په وژل  کيدو سره پاى ته ورسيد
دکورنيو چارو وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي يوې څلور کسيزې  ډلې  ځانمرګو تروريستانو  نن له غرمې مخکې دکابل ښار  په انصاري  څلور لارې کې دعراق په سفارت بريد وکړ .
  دکورنيو چارو وزارت دمقاماتو دڅرګندونوله مخې،  لومړى يوه تروريست خپل چاوديدونکي توکي دسفارت د دروازې په وړاندې وچول او درې تنه نور تروريستان دملي پوليسو دخاصو قطعاتو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .   دباختراژانس دخبرله مخې، له لومړي چاودنې وروسته دملي پوليسو د خاصو قطعاتو ځواکونه په ډير لنډ ممکن وخت کې دپيښې ځاى ته  ورسيدل او له يرغلګرو سره يې نښته پيل کړه .
دکورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې ده چې دپيښې ساحې ته دخاصو قطعاتو دځواکونو په رسيدو سره په لومړى  ګام کې په کابل دعراق سفير ، دسفارت مرستيال او کارکوونکي دپيښې له ساحې څخه خوندي ځاى ته وليږدول او ددغه سفارت هيڅ کارکوونکي ته  زيان نه دى اوښتى .
په دې پيښه کې يوپوليس  برسيرن ټپي شوى دى .
په خبرپاڼه کې په دې پيښه کې ملکي وګړو ته دسرداحتمالي زيان  په  باب څه نه دي ويل شوي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته