سیاست

تبصره :

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
په هېواد کې اوسني نازک شرايط  چې له بهرنيولاسوهنو اودسيمې داستخباراتي  سازمانونو له سترو لوبو سره يوځاى دي ، له موږ څخه غواړي چې  په سياسي پوهې سره عمل وکړو.
دباختر آژانس مفسر ليکي :
هغه ناوړې  انکشافات چې دڅه دپاسه ديرش کاله کيږي  دافغانستان دخلکو ګريوان يې نيولى دى  دغه هېواد ديوه بحران په لور ټيل وهلى دى.
اوسني حالات اوشرايط  داسې پيچلي دي  چې دوام يې کيداى شي يو ناتار په ځان پسې ولري .
اوسني ناوړه شرايط  دخلکو هډوکي  توږي  خلک په ټولو برخو هم په سياسي او هم په امنيتي لحاظ  او دغه   راز په سياسي او اقتصادي   برخو کې   له  جدي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او  د  هېواد دښمنان دهغو دپيچلي  کولو په   لټه کې دي.
اوسني  ناوړه  حالات له  موږ  څخه  غواړي چې ديو بل ترڅنګ  ولاړ واوسو او يوازې  دملي وحدت دکليمې ويل نه شي کيداى  دستونزو دغوټي خلاصونکى وي .بايد موږ دملي  ګتو په باب څرګند اوشفاف تعريف ولرو  ملي وحدت زموږ دبرياليتوب  ضامن دى  خوملي وحدت پراخ نظر  او ټټر غواړي  چې بايد  دغه
اصل پيدا کړو .
دغه اصل هغه وخت تحقق مومي  چې ګروهي ، سمتي ، قومي ، سياسي او تنظيمي  ګټې  دملي  ګټو قرباني شي   نودغه شان يو حالت  سياسي پوهه غواړي او سياسي پوهه په ملي وفاق حکم لري  نه  په ملي نفاق .
دافغانستان  د خلکو ټينګار دا دى  چې  بايد روا غوښتنې  له ناروا  لارې  ونه لټوو په ټولو جريانونو کې دنظراختلاف شتون لري  خو دغه  شان  اختلاف  بايد  ددريځ دغوره کولو په مفهوم ونه بلل شي . هغه کسان چې ځان کاري ټيم بولي  يو ټاکلى هدف تعقيبوي  خو هدف ته په رسيدو کې دنظر اختلاف   شتون  لري  او دايو طبيعي کار دى  خو نه  شي کولاى دستنيدو ټکي وي .
خلک بايد  ډاډمن  وي  چې دا کار  دافغانستان د حکومت مشرانو او  دولتي  چارواکو ته   د درک  وړ دى   او تيرې  ژمنې دغه  راز په هېــــواد کې د سياسي پرمختګ محور پاتې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته