اقتصاد

په قلات کې ددوو پروژو کارپيل شو .

کابل باختر دوري اوه ويشتمه

  دزابل ولايت په مرکز قلات ښار کې ددو پروژو کار نن پيل شو .

 دزابل والي محمد اشرف ناصري  وويل  چې دواړه پروژي داستنادي ډيوالونو جوړول دي .

 يوه اړونده خبرځاي وويل  لومړۍ  استنادي ډيوال  به دقلات ښار په مربوطاتو کې  په سينک  سيمه کې  جوړ شي  چي څلور سوه پنځوس متره اوږدوالي او دري متره لوړوالي لري او يوسلو يو ديرش زره  امريکايي ډالره  ورباندي لګيږي او په جوړيدو سره به يي دسينک دپله چې دکابل  کندهار په لويه لاره کې  دي او دخلکودکرنيزو  ځمکو دويجاړيدو مخه  ونيول شي .

 ددزابل والي زياته کړه چې دريم  استنادي ډيوال دقلات ښار  په لويديځ  کې دملا برات په کلي کې ديو کانال تر څنګ جوړيږي  چې داووه سوه مترو په اوږدوالي دوه سوه څلور پنځوس زره امريکايي ډالره لګښت غواړي .

 دده دڅرګندونو له مخې  داوبو د څپانده  کيدو اود سيلاونو دراوتلو  په وخت کې د ملا برات شاوخوا کورونه چې دغه کانال  ته څيرمه جوړ شوي دي زيانمني کيږي .

 ديادونې وړ ده چې ددغي پروژي دکار په پيل کيدو سره به دقلات ښار لسګونو تنو وزګارو  ځوانانو ته دکار زمينه برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته