کابل باختر دوږي څوارلسمه :
په غور ولايت کې يوې دولس کلنۍ نجلۍ نن سهار دتومانچې په ډزو سره ځان وواژه .
دغور ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفي محسني باختراژانس ته خبرورکړ: دغور ولايت دمرکز دفيروزکوه ښار په مربوطاتو کې يوې دولس کلنې نجلۍ ددې دخپلوانو دڅرګندونوله مخې په نامعلوم سبب دتومانچې په ډزو سره ځان وژلى دى .
محسني وويل :پوليسو دپيښې دروښانولو په موخه څيړنې پيل کړې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ