کابل باختردلړم پنځلسمه :
دپنجشير ولايت په رخه ولسوالۍ کې ديوه جومات دجوړلو کار پرون ددغه ولايت دمرستيال له خوا پيل شو .
دپنجشير ولايت دحج او اوقافو رييس محمود حسن دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه جومات دحج او اوقافو وزارت له بودجې څخه دسلو زرو ډالرو په لګښت د دوه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغه جومات دجوړولوکار په نهو مياشتو کې بشپړيزي .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ