کابل- باختر- د مرغومي د مياشتې ٧مه
پوليسو د ننګرهار ولايت بهسودو پله ته څېرمه د پلټنې پر مهال په يو سوزکي موټر کې پنځه ديرش کيلو ګرامه اپين، چې په ډېر مهارت سره په کې ځای پر ځای شوي وترلاسه کړل.
د ننګرهار ولايت د خبرپاڼې له مخې د امان الله په نامه يو تن چې غوښتل يې دغه نشه يي توکي د لغمان له ولايت څخه جلال اباد ښار ته وليږدوي پوليسو د پلټنې پرمهال ترلاسه کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ