اقتصاد

مقدماتي غونډه جوړه شوه .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
دافغانستان _ امريکا ديوولسم کلني تجارتي کنفرانس دجوړولو لپاره نن په کابل کې مقدماتي غونده جوړه شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې ددغې غونډې په پيل کې دافغانستان امريکا  دګډې سوداګرۍ دخونې دمديره هيئت رييس سليمان لطفي  په خبروکې وويل خصوصي برخې غوښتي دي چې دکنفرانس په باره کې  خپلې نظريې   او مفکورې وړاندې کړي .
دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونومرستيال خانجان الګوزي  په امريکا کې له ميشتو افغان سوداګرو او له امريکايي سوداګرو څخه وغوښتل چې دکندز او ننګرهار له خلکو سره  چې دوروستيو پيښو له امله زيانمن شوي دي مرسته وکړي .
دافغانستان  دسوداګرۍ او صنايعو  دخونو دعامل هيئت رييس عتيق الله  نصرت وويل دافغانستان _ امريکا  دګډې سوداګړۍ خونه يوولس کاله مخکې جوړه شوې ده چې هدف يې دسوداګرۍ وده او په امريکا کې افغاني مالونو  ته دمارکيټ  پيداکول دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته