خبرونهاقتصاد

نړیوالو بازارونو ته په وخت د تازه مېوو رسېدل، افغانستان ته د اسعارو د راتګ زمینه برابروي

کابل ، د ثور ۲۲مه ، باختر

د افغانستان بانک وايي چې نړیوالو بازارونو ته په وخت د تازه مېوو رسېدل، افغانستان ته د اسعارو د راتګ زمینه برابروي او همدا رنګه د تازه مېوو د صادراتو لپاره په وخت اقدام اقتصادي وده رامنځته کوي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه بانک نن د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي دي: دا چې په هېوا کې د تازه مېوو موسم را رسېدونکی دی، دولت ته په کار ده چې په دې برخه کې د بڼوالو لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي چې هغوی وکولای شي په وخت خپلې مېوې او نور محصولات بهرنیو بازارونو ته ورسوي.

یاد بانک په هېواد کې د سړو خونو او بازارونو نه شتون، هغه ستونزې بللي چې بڼوال د تازه مېوو د رسېدو په موسم کې له مشکلاتو سره مخ کوي.

د افغانستان بانک په باور؛ که په دې برخه کې اړینې آستانتیاوې برابرې شي او بڼوال وکولای شي په وخت خپلې تازه مېوې او نور کرنیز محصولات تر نړیوالو بازارونو ورسوي، افغانستان به له دې لارې ډېر عاید ترلاسه کړي.

همدا رنګه، د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان تازه مېوې او نور کرنیز محصولات په نړیوالو بازارونو کې ښه نوم لري او که دا مېوې په وخت تر نړیوالو بازارونو ورسېږي، کولای شي د بڼوالو په ژوند کې مثبت اقتصادي پرمختګونه رامنځته کړي او افغانستان ته له دې لارې د اسعارو د راتګ زمینه برابره شي.

یاد بانک دغه راز په تېر کې، په دې برخه کې شته ستونزې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ستونزې د دې لامل شوې وې چې بڼوال د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید پر مهال دې ته اړ شي چې یا خپل کرنیز محصولات په ټيټه بیه وپلوري او یا هم خراب او له منځه لاړ شي.

افغانستان بانک، له بهرنیو هېوادونو سره د ترانزیټ په برخه کې د آسانتیاوو برابرېدل، د هوايي دهلېزونو بیا فعالېدل، د سړو خونو جوړېدل او په کور دننه او بهر کې د تازه مېوو او کرنیزو محصولاتو لپاره بازارموندنه هغه څه بللي چې کولای شي په دې برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغانستان ته له هرې اصولي لارې د اسعارو راتګ د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ګټور دی او دا چاره کولای شي له افغانستان سره د پولي سیاست د پلي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې موږ د افغانستان د تازه میوو موسم د را رسېدو په درشل کې یوو او د تازه مېوو سوداګر او کارو باریان له حکومتي مسئولینو څخه غواړي چې تازه مېوو ته د بازارموندنې او صادارتو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او ستونزو ته یې رسیدګي وکړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته