دوشنبه باختر د غبرګولي پنځه ويشتمه
دتاجکستان دځنګلونو دساتنې په رييس او ددغه هيواد دجمهور رييس امام علي رحمان د خورپه ميړه خال مومن صفراوف تيره شپه ناوړه قصد وشو او ووژل شو .
صفراوف په ختلان ولايت کې زيږيدلى او دتاجکستان دپايتخت دوشنبې ښار دښارې بسونو په ترمينل کې په ډزو سره ووژل شو .
دتاجکستان دکورنيو چارو وزارت اوس په دې اړوند زيات جزئيات نه دي ورکړي