خبرونهټولنهTOPروغتیا

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، د درملو داخلي تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ

کابل، د مرغومي ۱۳مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان لپاره د «ام.اس.اف» مؤسسې له رئیس فلیپ ریبیرو سره په کتنه کې، د درملو د داخلي تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

باختر آژانس ته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، ډاکټر عمر ویلي چې یاده مؤسسه باید د خپلو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان د درملو داخلي تولیدي فابریکې او همدا راز د درملو له داخلي مارکېټ څخه د درملو خریداري وکړي.

د «ام.اس.اف» مؤسسې رئیس هم په خپلو خبرو کې، ژمنه کړې چې د افغانستان داخلي ظرفیت په پام کې نیسي او د داخلي تولیداتو ترڅنګ به د ټولو باکیفیته او معیاري درملو خریداري په افغانستان کې ترسره وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته