کابل باختر د مرغومي اوولسمه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرتابه هيئت او غړو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د هېواد د اساسي قانون د تصويب پنحلسمه کاليزه ونمانځله.
په دې غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست څيړنپوه عبدالظاهر شکيب څرګنده کړه چې قانون سياسي، ټولنيزه او حقوقي پديده ده چې انساني ټولنې ته سر او سامان ورکوي او ژوندانه ته د سولې، نيکمرغۍ او آرامۍ په لور سوق ورکوي او هغه ټولنه چې قانون ونه لري، نظم او اصلاحات نه لري او د هېوادونو مشروعيت هم د قانون پر بنسټ تامينيږي .
ده د قانون د ارزښت په بيانولو سره ټينګار وکړ: د هېواد اساسي قانون په سيمه کې ډير ښه قانون دى چې د ديني، ټولنيزو، فرهنګي، سياسي او د نورو برخو د ارزښتونو پر بنسټ ټينګ دى. خو له بده مرغه د دغه قانون يو شمېر مادې تل نقض کېږي او دغه کار د دې سبب شوى دى چې د هېواد د سياسي او ټولنيز نظام بهير له چلنجونو سره مخامخ وي.
د اساسي قانون پر تطبيق باندې د څارنې د کميسيون غړي او منشي ډاکتر عبدالرووف هروي د حکومتي او غير حکومتي بنسټونو له خوا د اساسي قانون د مادو د نقضولو له امله انديښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د قانون ٥، ٦٤، ٧٩،٩٠، ٩٤، ١٢٨،١٣٤، ١٣٨ او ځينې نورې مادې هغه موارد دي چې تل د انتخاباتو د خپلواک کميسيون، لوى څارنوالى، محکمو او د يوشمېر نورو بنسټونو له خوا نقض شوې دي .
ده ټينګار وکړ چې تمدن او پرمختګ د قانون په واکمنۍ پورې مربوط دي او د قانون نقضول د پرمختګ، ودې او د ټولنيز عدالت په وړاندې جدي ګواښ دى.
د دغې غونډې په پاى کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د څانګې مرستيال برهان الله نيازي او يوشمېر نورو پوهانو د اساسي قانون په باب خبرې اترې وکړې او خپل نظريې څرګندې کړې .
ختم- ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل