کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
په هرات ولايت کې ديوناما دفتر نن ديوشمير مدني فعالينو درسنيو او ښځو له استازو سره وکتل .
ديوناما ددفتر دعامه اړيکو مسوول فريدون پويا ددغې کتنې هدف دسولې په بهير کې دښځو داغيزمن رول ملاتړ وباله .
پويا دسولې په بهير ، په سياسي تصميم نيونو او درهبري په کچه دښځو ګډون او رول ناکافي وباله اودحکومت له مسوولينو څخه يې په ټولنه کې دښځو دګډون په زياتوالي دتمرکز غوښتنه وکړه .
دهرات ولايت دجندر مسوولې وحيدې عزيزي دافغانستان دملي پروګرام او دسولې په بيهر کې دښځو ګټور ګډون په تمرکز دعمل دپريکړه ليک په باب هراړخيزې خبرې وکړې .
ختم _ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ