ټولنه

پکتیکا: ښوونځیو ته د نویو ماشومانو د جذب په موخه پراخ کمپاین پيل شو.

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۴ مه
په پکتیکا کې ښوونځیو ته د هغو ماشومانو د جذب په موخه پراخ کمپاین تر سره شو چې د اوو کلنۍ عمر یې پوره کړی وي
((ټول هغه ماشومان مو چې عمرونه یې اووه کلنۍ ته رسیدلی وي، په ښوونځيو کې شامل کړئ)) تر شعار لاندې د پکتیکا ولایت د خلکو، مدني فعالانو او د بېلابېلو ادارو رېیسانو پوهنیز کمپاین تر سره کړ.
دغه کمپاین کوونکي د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې کور، پر کور وګرځیدل او له ولسونو یې غوښتنه وکړه، چې خپل واړه ماشومان چې د عمر اوو کلنۍ یې پوره کړی وي، ښوونځي ته ولیږي او زده کړې پرې وکړي
د مټا خان ولسوالي اوسيدونکي وايي، چې په ټوله کې د دغه ولایت ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی غوښتنه کوي، چې پوهنې وزارت دې دغه ستونزې ته چاره ولټوي.
بل خوا ددغه ولایت د ولایتي شورا غړی وکیل عزیز عزیز وايي، چې ډېری ښوونځي د تشکیل له کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د پوهنې پورسه پڅه پر مخ ځي.
د پکتیکا د پوهنې سرپرست رېیس نسیم واجد وايي، چې زده کړو ته د ماشومانو د جذب یاد کمپاین یې له مټاخان ولسوالۍ پیل کړ، چې دا لړۍ به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلې شي.
واجد په پوهنیزه برخه کې د ستونزو شتون نه ردوي، خو وايي چې په ټول توان سره هڅه کوي،څو دغو مشکلاتو ته د حل لارې ولټوي.
دا په داسي حال کې ده، چې لا هم په دې ولایت کې د دوو دیني مدرسو په ګډون نهه دیرش ښوونځي تړلي دي، خو د دغه ولایت د ولایتي ادارې او پوهنې ریاست په خبره چې راتلونکی کال به په دغه ولایت کې ټول تړلي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته