امنیت

دلغمان په الينګار کې پوځي عمليات پيل شول

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٣ :
دلغمان ولايت  په الينګار ولسوالۍ کې  پوځي عمليات پيل شوي دي.
دغه عمليات  دتروريستي ډلو دځپلو او دخلکو دامنيت دتامينولو په مقصد د اردو ،. پوليسو  او دملي امنيت دسلګونو تنو  منسوبينو په ګډون  نن سهار پيل شوي دي  .
دافغانستان په ختيځ  کې دملي اردو دځواکونو وياند  محمد لقمان هاتفي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه عمليات  دلغمان ولايت دالينګارولسوالۍ په ځينو سيمو  په هغو ځايونو کې پيل شوې دي چې   تل  په تروريستي  ډلو  پورې اړوند کسان پکې شتون لري .
ده وويل چې ددغو عملياتو دپيل په لومړيو ساعتو کې  څو کلي   دطالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له شتون  څخه پاک شوې دي.
هاتفي په دغو عملياتو کې دطالبانو دسر داوښتو زيانونو دشمير په باب څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه چې دغه عمليات به  په بشپړه توګه دتروريستي ډلو له شتون څخه دالينګار ولسوالۍ دټولو سيمو تر پاکولو  او دښه ا منيت دتامينولو تروخته پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته