امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په غزني کې په نويو نښتو کې ووژل شول

 دغزني ښار  باختر دکب دمياشتې ٢٩ :
څلور تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه نښته  پرون  دغزني ښار په قلعه قاضي سيمه کې هغه وخت رامنځته  شوه  چې امنيتي منسوبينو دوسله والو طالبانو په يو پټنځي  بريد وکړ.
په  غزني ولايت  کې  دملي اردو دځواکونو ويندوى نظيف الله سلطاني د باختر  خبري آژانس ته وويل  : چې په دې نښته کې  څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ده  زياته کړه:  په دې پيښه کې دملي اردو سرتيرو او دسيمې خلکو ته دسرزيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي  چې  دجګړې په پاى کې پوځيانو دوسله والو طالبانو  څوجنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته