سیاست

حامدکرزي د فيروز کوه د انستيتوت برياليتوبونه ښه وبلل

کابل باختر د وري يوولسمه :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي دفيروز کوه بنسټ له رييس سکاد ليدر، د فيروز کوه د هنرونو او د افغاني معمارۍ د تعليماتو د انستيتوت له رييس  وحيد خليلي او د دغه انستيتوت له يوشمېر غړو سره وکتل .
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې حامدکرزي د دغه انستيتوت د جوړولو په لاره کې د اعليحضرت  شهزاده چارلز له نوښت څخه د ستاينې او قدردانۍ په ترڅ کې د دغه انستيتوت  فعاليتونه او برياليتوبونه ښه وبلل او په خپلو پښو د فيروز کوه د انستيتوت په دريدو باندې يې ټينګار وکړ.
دغه راز ده د دغه انستيتوت د ودې او د چارو د پرمختګ په لاره کې د فيروز کوه انستيتوت له مشرتابه او غړو د نه ستړې کيدونکو هلوځلو له امله مننه وکړه .
  د يادونې  وړ ده چې د افغاني هنرونو او معمارۍ د تعليماتو انستيتوت  لس کاله مخکې د انګلستان د شهزاده چارلز او د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامدکرزي له خوا جوړ شو او د افغانستان د دوديزو هنرونو او فرهنګ د ودې په برخوکې فعاليت کوي.
همدا اوس د فيروزکوه د انستيتوت آثار په واشنګټن ډي سي کې د سميت سونين  په موزيم کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته