سیاست

جمهور رئیس غني: د واکسیناتورانو تهدیدول په حقیقت کې د خپلو اولادونو د روغتیا ګواښل دي

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون سهار په ارګ کې د ملي توحید له مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره د پولیو د له منځه وړلو د ملي  پروګرام په تطبیق کې د ټولو ادارو په ګډه همغږۍ او د بې طرفۍ اصل په رعایتولو ټینګار وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د پولیو د له منځه وړلو رهبري ملي کمېټې دویمه ناسته کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه کاري راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د پولیو د له منځه وړلو په موخه یې د هېواد په ولایتونو او ولسوالیو کې ګډې کمېټې ایجاد کړې دي. نوموړي په دې برخه کې د نورو وزارتونو او ولایتي ادارو ترڅنګ د ولسونو، عالمانو او مدني فعالانو همکاري هم مهمه وبلله.
ښاغلي فیروز وویل، د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د بیړني عملیاتي ملي مرکز پر تشکیل سربېره یې د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځ زونونو کې درې عملیاتي بیړني مرکزونه جوړ کړي چې په کابل کې ملي عملیاتي پروګرام سره مسقیم ارتباط لري.
هغه زیاته کړه، په کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې چې د پولیو ویروس خطر په کې زیات دی د پولیو د انسجام پنځه مرکزونه تاسیس کړي دي.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، د دغه ملي پرګرام د موثر مدیریت لپاره یې د بېلابېلو وزارتونو، ملي او بین المللي ادارو او پاکستان سره بېسارې همغږي رامنځته کړې ده. هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت چې د پولیو د له منځه وړلوملي پروګرام رهبري په غاړه لري، ټولو اړوندو ملي او نړیوالو ادارو ته یې د حساب ورکولو موثر چوکاټ ایجاد کړی دی.
د عامې روغتیا وزیر د دولت له ولکې څخه وتلو سیمو ته نه لاسرسی د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د تطبیق پر وړاندې لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه، د پولیو د له منځه وړلو ملي پروګرام  په تطبیق کې یې د بې طرفي د رعایتولو ترڅنګ واکسین له نورو صحي خدماتو سره یو ځای کړی دی.
هغه وویل، د حکومت له ولکې د وتلو سیمو د تګ راتګ په لارو کې یې د واکسیناتورانو دایمي ټیمونه فعال کړي دي او همدارنګه یې د قومي مشرانو او دیني عالمانو له رول څخه هم ګټه اخیستې ده.
فیروزالدین فیروز وویل، د ټولنې د پوهاوي او ښه بسیج په موخه یې د هېواد په کچه ملي اسلامي مشورتي ګروپ تشکیل کړی چې له بین المللي اسلامي مشورتي ګروپ سره موثره کاري اړیکه لري.
هغه زیاته کړه، د هېواد په ۴۷ ولسوالیوکې د ټولنې د ۷ زره بسیج کوونکو استخدام جریان لري چې ژر به بشپړ شي.
نوموړي په پای کې د ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د حج او اوقافو، پوهنې، مخابراتو، کلیو پراختیا، کورنیو چارو وزارتونو او والیانو له همکارۍ څخه مننه وکړه.
همدارنګه د حج او اوقافو وزیر او د پوهنې وزارت مرستیال او د کندهار، هلمند، ننګرهار، کونړ او فراه ولایتونو والیانو هم د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکړ.
د هېواد جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو او هغو واکسیناتورانو چې د دغه ملي پروګرام د تطبیق پرمهال شهیدان شوي دي، دعا وکړه او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د هغوی له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، واکسیناتوران هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر د هېواد د ماشومانو ژوند او روغتیا ژغوري او څوک چې دوی ته تهدید کوي، په حقیقت کې د خپلو اولادونو روغتیا ګواښي.
محمد اشرف غني ټینګار وکړ، چې د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین د ښه تطبیق او د بې طرفۍ په موخه دې د کلیو پراختیا، عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنې د فعالانو له رول او همکارۍ څخه ګټه واخیستل شي.
جمهور رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې، حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې د حاجیانو په ګډون بهر ته د تلوونکو افغانانو د واکیسن کولو لپاره خاص ترتیبات ونیسي.
د پولیو د له منځه وړلو لپاره د جمهور رئیس فوق العاده استازي ډاکټر نجیب الله مجددي د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین د ښه تطبیق په برخه کې د ټولو ادارو همکاري او همغږي مهمه وبلله او  د جمهور رئیس د خبرو په تائید یې د دغه ملي کمپاین د بې طرفۍ د اصل په ساتلو زیات ټینګار وکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته