سیاست

دتاجکستان جمهور رييس له افغانستان سره ددغه هيواد دپولو دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه

دوشنبه – تاجکي رسنۍ – باختر د ثور دمياشتې ٢٢
د تاجکستان جمهور رييس امام علي رحمان د خپلواکو دولتونو د اتحاديې له غړو هيوادونو څخه غوښتي دي چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنيت د تامينولو چې د دغې اتحاديې جنوبي پولې هم بللې کيږي؛ ملاتړ وکړي.
د تاجکستاني رسنيو دخبرله مخې :
امام علي رحمان د خپلواکو دولتونو د اتحاديې د غړو هيوادونو له ځينو مشرانو سره په هغې غير رسمي کتنه کې چې په دې وروستيو وختونوکې په مسکوکې وشوه؛ ټينګار وکړ چې د دغې اتحاديې په جنوبي پولوکې د امنيت په تامينولو پورې د اړوندو ستونزو د حل کولو لپاره جدي اړتيا شته.
د تاجکستان جمهور رييس په دغوکتنوکې ويلي دي چې له افغانستان سره د دغه هيواد په پولوکې د طالبانو او داعش په ګډون دتروريستي ډلو د فعاليت د زياتوالي په خاطر، د دغې اتحاديې د غړو هيوادونو يو والى ضروري دى .
تاجکستان د آذربايجان جمهوريت، ارمنستان، ازبکستان، سپينه روسيه، روسيه، قرغزستان، قزاقستان ، مولداوي، ترکمنستان او اوکراين د دغې اتحاديې غړي دي.
دغه اتحاديه د روسيې، سپينې روسيې او اوکراين د هيوادونو د جمهورو رييسانو ترمنځ د يوه قرارداد په لاسليک کولو سره د ١٩٩١ م کال په ډسمبرکې او وروسته د اتو نورو هيوادونو په غړيتوب سره جوړه شوه.
د دغې اتحاديې هدفونه د پخواني شوروي جمهوريتونو اتحاد، د غړو هيوادونو د اقتصادي فضا او د امنيت په تامينولوکې هلې ځلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته