امنیت

٢٨ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې ووژل شو ل .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
٢٥ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند ولايت کې دملي اردو دځواکونو  په خاصو عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل، په دغو عملياتو کې چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد  دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  پنځه ويشت  وسله وال  طالبان  ووژل شول  درې تنه يې ټپيان او اووه تنه نور يې ونيول شول.
  په دغو عملياتو کې ددښمن څلور کلاشينکوفونه ، دوه ميله  پيکا ، يو  بم غورځوونکي  ، او نور جنګي وسايل او پنځه موټر سايکلونه هم ترلاسه شوي دي
دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات له هغه سختې نښتې وروسته چې  نږدې لس  ورځې کيږي هماغه شان  په هلمند ولايت کې دوام لري .
دغه راز له هلمند   څخه  خبر ترلاسه شوى دى  چې دهلمند ولايت  دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او يوه اندازه وسلې او درندو وسلو مهمات هم په عملياتوکې دشاملوځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته