نړۍ

دبريتانيا دبهرنيو چارو وزيردکابل دځانمرګي بريد د قربانيانوکورنيو ته ډاډګيرنه وويل .

لندن  باختر د ليندي اوومه :
دبريتانيا دبهرنيو چارووزير فليپ  هاموند دهغو قربانيانو کورنيو ته چې پرون سهار په کابل کې  دځانمرګي بريد له امله ووژل شول ډاډګيړنه څرګنده کړ  .
په پروني بريد کې  چې په کابل کې  دبريتانيا سفارت  دکارکوونکو دسپرلۍ په موټر وشو  ديوبريتانوي تبعه په ګډون  پنځه تنه ووژل شول .
دبريتانيا دبهرنيو چارووزير  پرون ايټاليا ته  دسفر په بهير کې وويل هغه څه چې زه ويلي شم  دغه پيښه يوځل بيا زموږ کارکوونکو ته  داسې خطرونه رامنځته کړچې له افغانانو سره دمرستې په خاطر په دغه هيواد کې رامنځته کيږي .
په کابل کې پروني  ځانمرګي بريد د بريتانيا په سفارت پورې اړوند په يوموټر  باندې وشو  چې  په وژل شويو برسيره  ديرش تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته