کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په سرپل ولايت کې پرون د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول .
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات له وسله والو مخالفينو څخه دپاکولو په موخه ددغه ولايت د صياد ولسوالۍ په قفلاتون سيمه کې ترسره شول چې له امله يې څلورتنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د وسله والو مخالفينو د دوو تنو مطبوعاتي مسوولينو مولوي عزيز الله او ملا طلحه په ګډون اته تنه ټپيان شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ