خبرونهامنیت

دوه سوه تنه ‏د خصوصي سکتور د امنیت ساتنې په موخه فارغ شول

کابل، د ليندۍ ۳مه، باختر
‏د هېواد د خصوصي سکتور امنیت ساتنې په موخه، ۲۰۰ ساتونکي د مسلکي او عقیدتي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د کورنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په همدې مناسبت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ښوونیز مرکز قوماندانۍ کې جوړه شوې غونډې ته، ‏د عامه ساتنې ملي تصدۍ عملیاتي مرستیال پاسوال مولوي عنایت الله رشيد، ساتونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ، ویلي دي: “څنګه مو چې د جهاد په وخت کې د سنګر ساتنه کوله؛ همداسې به د ملي پروژو او هر راز اقتصادي سکتور ساتنه کوئ”.
په ياده غونډه کې د خصوصي پروژو رئیس مولوي محمد صابر انس، د ښوونیز مرکز قوماندان قاري سیف الرحمن منصور، تدریسي مسئولینو او د یو شمېر قطعاتو قوماندانانو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته