سیاست

دملي امنیت سلاکار د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت له وزیر سره وکتل

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې٢٨
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې د جګپوړي امنیتي پلاوي مشري کوي په قزاقستان کې یې د دغه هېواد ددفاع او فضايي صنعت له وزیر ښاغلي بیبوت اتامکلوف سره وکتل.
دملي امنيت دسلاکاردفرباخترآژانس ته خبرورکړ.
د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزیر په سر کې افغان پلاوي ته هرکلی و وایه او زیاته کړه، چې افغانستان د قزاقستان ملګری او ورور هېواد دی. ده وویل، چې د سیمې هېوادونو ته دا روښانه ده، چې د سیمې ثبات او پرمختګ د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړلی دی.
ښاغلي اتامکلوف و ویل، چې قزاقستان د افغانستان د سولې او امنیت له پاره د هر ډول سیمه ییزو او نړیوالو هلو ځلو ملاتړ کوي، ده زیاته کړه، چې قزاقستان د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په لاره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د همکارۍ له پاره چمتو دی.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت له وزیر څخه د همکاریو په موخه د چمتووالي له امله مننه وکړه، ښاغلي اتمر وویل چې ورځ تر بلې تروریزم د سیمې او نړۍ له پاره په زیاتیدونکي ګواښ بدلیږي. اتمر وړاندې وویل، چې افغان ځواکونه د تروریستي ډلو پر وړاندې په صداقت مبارزه کوي او نه پریږدې چې ترهګر په افغانستان کې پراخ نفوذ وکړي او د سیمې له پاره تر دې هم په جدي ګواښ بدل شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د تروریستي ډلو د ځپلو له پاره د افغان ځواکونو پر سمبالښت او روزنه ټیګار وکړ او د هوايي ځواکونو په برخه کې یې د قزاقستان د همکاریو غوښتنه وکړه.
د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزیر د افغانستان له هوايي ځواکونو سره د همکاریو او تجربو د شریکولو ژمنه وکړه، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د افغان هوايي ځواکونو د سمبالښت او روزنې په موخه به دوه اړخیزو خبرو ته ادامه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته