کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢١ :
دبدخشان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې موظفينو پرون دوه تنه د ١٤٤ کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال مصدق الله مظفري د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شويو کسانو ١٤٤ کيلو ګرامه اپين په ماهرانه ډول دغوړيو په ډبليو کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې دغه نشه يي توکي د يوسرف موټر په واسطه ديفتل له ولسوالۍ څخه وليږدوي چې ددغې ادارې دپوليسو له خوا له نشه يي توکو سره ونيول شول.
نيول شوي کسان دپوليسو تر تحقيق لاندې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ