ټولنه

دبدامني دزياتوالي پرخلاف غبرګون کې دګرديز ښاريانو لاريون .

کابل باختر د ثور شپږمه :
  دپکتيا ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو دهغه څه پرخلاف  غبرګون کې چې دناامنيو زياتوالي بولي په اعتراضيه لاريون لاس پورې کړ .
دلاريون برخه والو دولت دخلکو دامنيت په تامينولو کې  پاتې وباله او له مقاماتو څخه يې وغوښتل چې داغيزمنو لارو چارو په غوره کولو سره دې فردي ټولنيز مصوونيت تامين کړي .
دغو لاريون کوونکو نن دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار کې غونډه وکړه .
دناامنيو دزياتوالي پرخلاف غبرګون کې اعتراض کوونکو لاريون والو  دښار دوکانونه وتړل او دولت ته يې  خبر دارى ورکړ که چيرې دخلکو امنيت تامين نه شي دوى په خپلو مدني اعتراضونو ته دوام ورکړي .
  يوه معترض  حاجي خالد دباختراژانس  خبريال ته وويل: سوداګر تښتول کيږي او وژل کيږي  قومي مشر وژل کيږي تروريستي بريدونو زور اخيستى  خو دولت هيڅ کارنه کوي .
دغه اعتراضونه په ګرديز ښار کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ديوه قومي مشر حاجي اسحق  له ترور وروسته  ترسره کيږي .
مخکې له دې ه دګرديز ښار او دپکتيا ولايت ځينې سيمې دانسان تښتونې او دتروريستي فعاليتونو دزياتوالي ډګر وو .
په همدې حال کې په پکتيا کې سيمه ئيز مقامات مدني اعتراضونه دخلکو حق بولي او وايي چې دوي هلې ځلې کوي په نويو امنيتي تدبيرونو سره دخلکو رضايت  ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته