ورزش

د هېواد د کرکټ غوره څيرې د بنګله ديش د ټيمونو په ترکيب کې لوبه کوي

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
د هېواد د کرکټ د ملي ټيم درې تنه غړي د بنګله ديش په شل آوريزو سياليوکې د دغه هېواد د ټيمونو په ترکيب کې ګډون کوي.
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دکرکټ د ملي ټيم درې غوره څيرې محمد نبي عيسى خيل، شيرزاد محمدي او راشد ارمان د بنګله ديش په شل آوريزو سياليوکې چې د (پريم ليګ) تر نامه لاندې ترسره کيږي؛ ګډون کوي.
د هوتک د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ نن په بنګله ديش کې پيليږي.
د يادونې وړ ده چې دغه درې تنه ورزشکاران په بنګله ديش کې په بېلابېلو ټيمونوکې لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته