سیاست

حامدکرزي : د بدلون په لسيزه کې دافغانستان دحکومت هلې ځلې دسولې اوښيي حکومت والي په محور متمرکزي دي .

دجاپان صدراعظم  : دتوکيو کنفرانس  نړۍ ته دافغانستان داقتصادي ودې ددوام دپياوړي پيغام عامل و.

٦٠-کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

دجاپان صدراعظم يوشيهيکو نودا دافغانستان داسلامي جمهوريت له  جمهوررييس  حامدکرزي سره   په خبرو کې وويل  چې جاپان له افغانستان سره  خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

دجاپان له توکيو څخه دباختراژانس استول شوي خبريال نجيب الله بيان خبر راکړ په  دغوخبرو کې چې نن دجاپان دصدارت په ماڼۍ کې وشوې يوشيهيکونودا په برياليتوب سره دتوکيو کنفرانس دجوړيدو له امله خوښي څرگنده کړه او له دې امله يې  جمهوررييس ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې جاپان دبدلون په لسيزه کې له افغانستان سره  خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ده وويل :دتوکيو کنفرانس نړۍ ته دافغانستان داقتصادي ودې ددوام  دپياوړي  پيغام عامل و .

دجاپان صدراعظم دغه راز وويل چې  ژمنه شوې مرستې به دلومړيتوب لرونکو ملي پروګرامونوله مخې چې دافغانستان دحکومت له خوا دلس کلنو ستراتيژيکي هدفونو په چوکاټ کې برابرشوي دي ولګول شي .

ده  له افغانستان سره  دجاپان ددرې اعشاريه دوو ملياردو ډالرو نوى ژمنې يادونه وکړه  او ويې ويل  :  هيله لرم چې ستاسو دغه سفر ددواړو هيوا دونو په اړيکو کې  نوى فصل پرانيزي.

يوشيهيکونودا زياته کړه چې جاپان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

ده هيله وکړه چې  په افغانستان کې دسولې بهير دبرياليتوب سبب شي .

په دغو خبرو کې  جمهوررييس دافغانستان دخلکو په استازيتوب دجاپان په کوربه توب دتوکيو دستر کنفرانس د جوړيدو له امله مننه وکړه  اوڅرگنده يې کړه چې دبدلون په لسيزه کې به دحکومت ټولي هلې ځلې په دوو محورونو خبرو او روغي جوړي  او دغه راز په ښي حکومت والي متمرکزي وي .

دغه رازجمهوررييس څرگنده کړه  چې دسولې اوروغي جوړې  بهير په برياليتوب  سره پرمخ ځي اوپه دې لاره کې دى  دتيرو پروګرامونو په لړکې له پاکستان سره پرله پسې خبري وشي .

ظرفيت  جوړول  او افغان ځوانانو ته دتحصيلي بورسونو ورکول  دهغو نورو مواردو له جملې څخه و چې دهيواد جمهوررييس ورسره اړيکي ونيولي او دجاپان له صدراعظنم څخه يې وغوښتل  چې  په تخنيکي څانکو کې دافغانستان ځوانانو ته دزياتو تحصيلي بورسونو دورکولو په برخه کې پاملرنه وشي .

دغه راز په دغو خبرو کې جمهورررييس دجاپان له صدراعظم  څخه وغوښتل چې په افغانستان کې داساسي بنسټونو دپياوړتيا په خاطر دي دهرات _ باميانو سړک  چې دغور  ، ارزګان ،  دايکندي اودکابل ولايتونه سره نښلوي ددغه هيواد له نوى ژمنې څخه جوړشي .

دخبرو په پاى کې  حامدکرزي له افغانستان سره دجاپان دمرستو ددوام اوزياتوالي له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته