امنیت

په ننګرهار کې دپوځيانو په نويوبريدونوکې دداعشيانو دسر دروند زيان

کابل باختر دغبرګولې  اتلسمه :
دداعشيانو دډلې  ١٤ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه وشول  .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ١٤ تنه داعشيان وژل شوي دي 
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  دسره رود ، هسکې مينې ، روداتو  خوږياڼيو ، او ددربابا په ولسواليو  کې ددوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې، په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې شپږ  ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان د ننګرهار ولايت  داچين په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوديوې  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي اوپه دې  ډيپو کې يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
سيمه ئيز مقامات وايي  چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته