امنیت

اووه ويشت تنه په تروريستي او جنايي فعاليتونو کې دلاس لرلو په تور ونيول شول.

کابلباختردسرطان ٩
دکورنيوچارو وزارت داستخباراتو پوليسو اووه ويشت تنه په تروريستي او جنايي فعاليتونو کې دلاس لرلو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي د تيرې اوونۍ په بهير کې د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو پوليسو اووه ويشت تنه د تروريستي بريدونو ، غلا او انسان تښتونو په اړوند ونيول .
دغه کسان دکابل ،پروان ، پکتيا ، هرات اود بادغيس د ولايتونو په مربوطاتو کې ونيول شول.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو دلوى رياست دپوليسو منسوبينو د تيرې اوونۍ په بهير کې يولړ عمليات تر سره کړل او په بهير کې يې لس ډول ډول ماينونه ، نهه ميله سپکې وسلې ، دوه درندې وسلې او يوه ا ندا زه مهمات کشف او ترلاسه کړل .
دغه وسلې او مهمات د کونړ، بلخ ، ارزګان ، لو ګر ، خوست ،پکتيکا ، بادغيس اودغور د ولايتونو په مربوطاتوکې دتروريستي او ورا نکارو بريدونو د ترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته