امنیت

د پنجشير له جيل څخه د يوولسو تنو پنديان آزاديدل

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت د جمهور رييس د فرمان له مخې نن يوولس تنه بنديان د پنجشير ولايت له جيل څخه آزاد شول .
د پنجشير ولايت د څارنوالۍ رييس نور هادي هادي د باخترآژانس خبريال ته وويل: يوولس تنه بنديان چې په بېلابېلو جرمونو په پنجشنير ولايت کې بنديان وو؛ د  نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت د جمهوري رياست د فرمان له مخې له بند څخه آزاد شول .
  ده دغه راز وويل: دوه ديرش تنه نور بنديان چې په بېلابېلو جرمونوکې په بندکې وو؛ هم د دوى د بند په موده کې تخفيف راغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته