خبرونهورزش

په غزني کې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي دیسي اتلانو لوبډلې وګتله

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د غزنی ولایت د ګیرو ولسوالۍ په ښوراب کلي کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې د دې ولایت د بدنی روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د دیسي اتلانو په ګټه پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پیل شوې وې، پایلوبه یې د دیسي اتلانو او احد ستورو ترمنځ ترسره شوه، چې احد ستورو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د ۹۹ منډو هدف کېښود، چې دیسي اتلانو په ځوابي لوبه کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره او لوبه یې وګټله.

یاده دې شي چې د دې سیالیو په پای کې د ګیرو ولسوالۍ د ورزشي استازولۍ له خوا مخکښو لوبډلو ته مډالونه، کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته