ټولنه

په جوزجان کې يوې ښځې خپل ځان زندۍ کړ .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
په  جوزجان کې يوې ښځې  ځان زندۍ کړ او ژوند يې پاى ته ورساوه .
دجوزجان  دوالي وياند فريدون انبق  باختراژانس ته وويل  چې دغې نولس کلنې نجلۍ چې يو کال مخکې يې واده کړى و نن يې دخپل کور په  چټ کې  ځان زندۍ کړ او ځان يې وواژه .
دجوزجان ولايت دامنيې قومادانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې  مدير وايي چې ددغې ښځې ميړه ادعاکوي چې ښځې يې  ځان وژنه کړې ده  خو ددې په بدن کې دوهلو ډبولو نښې نښانې ليدل  کېږي چې ښايي   مخکې له ځان  وژنې څخه تاوتريخوالي  سره مخامخ شوى دى .
پوليسو ددې ښځې ميړه او ليور ددې دوژنې په تور نيولي دي .
  ختم_ مينه _ فرشته _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته