سیاست

دمجاهدينو د برياليتوب کاليزه ونمانځل شو.

-کابلباختر د غوييد مياشتې٩
دافغانستان د خلکو د جهاد د برياليتوب څلور ويشتمه کاليزه د هرات ښارد    زر ګونو تنو خلکو په ګډون په شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو.
په دغو مراسمو کې چې دملکي او پوځي ادارو مشر تابه برسيره په په ولايتي شوراکې دخلکو استازو ،مدنى فعالينو،د دولتي ادارو رييسانو ،مجاهدينو دشهيدانو کورنيو او معلولينو ګډون کړى وه  ، دهرات والى محمد آصف رحيمي دافغانستان دخلکو دجهاد برياليتوب له امله دمبارکې په ترڅ کې اوسنى نظام او حکومت دافغانستان دخلکو دبرحقه جهاد محصول وباله او ويې ويل : دهرات سيمه ييزه اداره دملي او اسلامى ارزښتونو په ساتلو ژمنه ده دهرات والى دجمهور رييس د وروستى دريځ غوڅ ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې ملت دبخښنې اوزارى له سياست څخه ستړى شوى دى ځکه ددغه سياست نتيجه چاودنه او ځانمرګى بريد و.
ښاغلى رحيمي زياته کړه :ملت سوله د جګړې په ډګر کې ګوري ،د تروريستانو داعدام غوښتنه کوي ، له هغو کسانو سره سوله غواړي چې داساسي قانون درناوى وکړي ملت دوسله والو ځواکونو دپياوړتيا غوښتنه کوي چې د دښمنانو د بريد مخه ونيسي او ملت د دښمن د څرګند تعريف غوښتنه کوي.
دهرات دوالى په باور هغه څه چې ملت يې غوښتنه کوله جمهور رييس هغه په ملى شورا کې دخلکو له استازو سره په خپله وينا کې هغه بيان کړ اوموږ هم دهغه ملاتړکوو .
دهرات والى وويل: له نړيوالې ټولنې څخه دملت غوښتنه داده لکه څنګه چې په متحدانه ډول د ګډ دښمن په وړاندې وجنګيدل اوس هم پرمختللي وسلې او نور امکانات دهيواد دوسله والو ځواکونو په واک کې ورکړي.
دغه لوړ رتبه دولتي مقام هغو طالبانو ته چې دتاوتريخوالي د رامنځته کولو نيت لري خبردارى ورکړ او له هغه څخه يې وغوښتل له وژنې او دوينې له تويولو څخه دې لاس واخلي له دې پرته ځپل کيږي او له منځه به لاړ شي.
ښاغلي رحيمي له خلکو څخه وغوښتل خپل ځوانان امنيتي ځواکونو ليکو ته معرفي کړي چې دبرياليتوبونو دفاع وکړي او له خپلو امنيتي ځواکونو سره اطلاعاتي همکارۍ وکړي چې دښمنانوته دجنايت کاري فرصت برابر نه شى ځکه دخلکو هر راز مرسته د دښمن ملاماتوي او د برياليتوب سبب کيږي.
دهرات والى په وروستيو مياشتو کې دامنيتي حالت ښه والى دغه ولايت دکابينې دغړو سفرونه ، دهرات ولايت ته د زياتو مرستو جلبول ،دسلما د بند د اوبو دزيرمه کولودبهير بشپړبدل ، دڅو توليدى فابريکو پرانيستل ، دغه ولايت ته د ايټاليا دبهرنيو چارو دوزير سفر او دوه نوي مليونو ډالرو دنوې مرستې اعلامول په تير يوکال کې د سيمه ييزې ادارى له برياليتوبونو څخه وبلل .
دهرات دولايتي شورا رييس هم دوخت ځبر ځواک ماتى او د جهاد برياليتوب دخلکو پيوستون زيږنده وبلله او ويې ويلې د روسانو ماتى دبيلابيلو هيوادونو دخپلواکې سبب شو . ده په ستونزو دبرياليتوب په لاره کې د ټولو قومونو دملي يو والي غوښتنه وکړه .
دعالمانو دشورا په استازيتوب مولوي سيد احمد دجهاد په برياليتوب کې د ديني عالمانو د رول يادونه وکړه او د ظفر قول اردو درستيزوال جنرال راز محمد اوريا خيل دوسله والو ځواکونو په ټولو قطعاتو کې داسلامى شريعت او قوانينو دواکمنې ډاډ ورکړ.
ده دوسله والو ځواکونو د هوايي ظرفيت خبر ورکړ او ټينګار وکړ چې امنيتي ځواکونه زيات پياوړي شوي دي ځکه په روان کال دجګړو نوښت دامنيتي ځواکونو په لاس کې دى .
دغه راز داجراييه رياست په استازيتوب ښاغلي حيدري داجراييه رييس نيکې هيلې دهرات خلکو ته ورسولې .
دغه راز خليفه صاحب نوين او عبدالغفار نعمتيار هم دموضوع په باب خبرې وکړې
ددغو مراسمو په بهير کې هيوادنى او حماسى سندرې اجرا شوې او مراسم د ښاغلى جبراييلى له خوا دعايې په لوستل سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته