نړۍ

ترکيې څه د پاسه پنځه زره تنه سوري پناه غوښتوونکي اروپا ته واستول

انقره ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣ :
د ترکيې په  کابينه کې د اروپا د اتحاديې وزير او د دغه  هېوادجګپوړي مرکچي       
اعلام وکړ چې سږ کال د سوريې څه دپاسه پنځه زره تنه پناه غوښتوونکي له ترکيې څخه  د اروپا د اتحاديې غړو هېوادونو ته استول شوي دي.
د ايرنا دخبرله مخې:
عمرچليک د سه شنبې په ورځ د ترکيې د ملي مجلس د پوښتنې په وړاندې  په ليکلي ځواب کې وويل: دغه اقدام د ترکيې او د اروپا د اتحاديې ترمنځ د غير قانوني مهاجرينو د استرداد د موافقه ليک په چوکاټ کې ترسر ه شو او په مقابل کې يې  يوزرو درې نوي تنه مهاجرين چې په غير قانوني او نامنظم ډول  اروپايي هېوادونو ته تللي وو، ترکيې ته ستانه کړاى شوي دي.
د ايرنا د خبرله مخې:
د ترکيې  او د اروپا د اتحاديې ترمنځ د مهاجرينو د استرداد موافقه ليک  د٢٠١٣ ميلادي  کال د دسمبر په مياشت کې د انقرې په ښارکې لاسليک شو  او د ٢٠١٤ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه  عملي شوى دى.
ترکيه هغه هېواد دى چې د مديترانې په سمندرګي کې د اوږد ساحل په واک کې لرلو او په اژه سمندرګي له يونان سره د نږديوالې په علت تل د انسان د قاچاقو او   د بهرنيو پناه غوښتوونکو د تيښتې هدف هېواد دى.
د اروپا اتحاديې، د اروپا له اتحاديې سره د ترکيې د منلو د بهير د فعالولو، د اروپا  اتحاديې ته په سفرکې ترکي اتباعو ته د ويزې د مقرراتو د لغوه کولو او د پناه غوښتوونکو د ميشت کولو په لاره کې د لګښت لپاره له انقرې سره د دريو ميلياردو يورو مرستې په ګډون ترکيې ته د ځينو امتيازونو د ورکولو په وړاندې، د انقرې له حکومت څخه غوښتي دي چې په جدي ډول اروپا ته د دغه هېواد له لارې د پناه غوښتوونکو د تېريدو مخه ونيسي .
ترکيې ادعا کړې ده چې دغه مالي مرستې د حکومت په واک کې نه دي ورکړاى شوې او ترکيې په خپله د څه دپاسه دريو ميليونو تنو سوري او عراقي پناه غوښتوونکو په منلو سره د دغو پناه غوښتوونکو د چارو د سمون لپاره څه دپاسه شپږ ويشت ميليارده ډالره لګولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته