ورزش

اجمل فيصل ماتې ومنله

کابل باختردزمري دمياشتي ١٠ :

افغان سوک وهونکي تيره شپه دفرانسوي سوک وهونکي په وړاندي ماتې ومنله.

دباختراژانس  دخبرله مخې،  افغان سوک وهونکي اجميل فيصل دلندن د ٢٠١٢ کال دالمپيک دسياليو په دوام تيره شپه په ٥٢   کيلوګرامه وزن کې له فرانسوي  سوک وهونکي سره مخامخ شو چې ويې نه کړاي شول په خپل سيال بريالى شي اوخپله ماتې يې ومنله.

دا دويم افغان ورزشکار دى چې درزمي  ورزش په څانګه کې له ماتې سره مخامخ شو.

دالمپيک دملي کميټې  داطلاعاتو اوعامه اړيکو مسوول عارف پيمان باختراژانس ته وويل: دسپک اتلتيک يا ځغاستي ورزشکاران دروان ميلادي کال داګست دمياشتې په دريمه اوڅلورمه  اودتکواندو دڅانګي ورزشکاران داګست په نهمه او لسمه نيټه دسيالۍ ميدان ته داخليږي.

تراوسه پورې په سياليو کې چين لومړي ، امريکا دويم ، ايټاليا  ، جنوبي کوريا ، فرانسه له دريم څخه تر پنځم مقامونو پورې ګټلي دي.

دلندن د ٢٠١٢ المپيک سياليو ديرشم پړاو دروان ميلادي کال دجولاي دمياشتې له ٢٧ څخه پيل اوداګست دمياشتې تردولسمې نيټې پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته