نړۍ

د خيبر ايجنسي په هوايي بريدونوکې د ٢٣ تنو وژل کيدل

پيښور باختر دليندى  اته ويشتمه :
د خيبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې د تيرا وادي په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د هوايي بريدونو له امله څه ناڅه ٢٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ تنه نور يې ټپيان شول .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه خبرځاى وويل چې د دغه هېواد جنګي الوتکو د تيرا په وادي کې د مليشه طالبانو په پټنځي بريدونه وکړل او شپږ پتڼځي يې دړې وړې کړل.
په دغو بمباريوکې په وژل شويوکسانو سربېره څه ناڅه شپږ تنه مشکوکې مليشې ټپيانې شوې دي .
خيبر ايجنسي يوه له اوو قبايلي سيمو څخه ده چې زياتره پوځي مليشې او د القاعده ډله پکې فعاليت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته