کابل باختر د سلواغې نهمه :
په کندز ولايت کې ميشت دفاعي او امنيتي ځواکونه دلسګونو تنو وسله والو طالبانو دمرګ ژوبلې خبر ورکوي .
دپامير دشلمې فرقې دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل چې دپامير – ١ عمليات څه ناڅه يوه مياشتې مخکې دکندز ولايت دمرکز په ساحو کې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري . او ددغو عملياتوپه بهير کې اووه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور طالبان سخت ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو درانده جنګي وسايل هم له منځه تللي دي او ددوى پټنځي دهوايي او ځمکني بريدونو لاندې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ