ټولنه

فرانسه اومصردهرات پوهنتون په پراختيا کي مرسته کوي

کابل باختر دتلي دمياشتې ١٨ :
مصر اوفرانسه  دهرات پوهنتون په وده او پراختيا کي  دمشارکت علاقمندي لري.
دمصر او فرانسي  دهيوادونو سفيرانو چې  دهرات پوهنتون له مسوولينو سره کتلي دي استادانو ته د بورسونو دورکولو په خاطر خپل تياري څرگندکړ.
په دي کتنو کي  دمصر سفير داکاډميکو موسسو  دپياوړتيا سره دمرستي په خاطر  دتياري اعلام وکړ . او ويې ويل هيواد يې علاقمندي  لري چې دهرات پوهنتون په انګړ کې يو جومات جوړکړي.
دباختر آ ژانس دخبرله مخې :   دفرانسي هيواد سفير هم دهرات پوهنتون له رييس ډاکتر عبدالظاهر محتسب زاده سره په کتنه کې دپوهنتون دلابراتوارونو دتجيزاتو په برخه کې   دخپل هيواد دعلاقمندي  ډاډ  ورکړ.
ويل کيږي   چي ددغو پروژو عملي کارونه  به ډير ژر  مصر او فرانسي دهيوادونو له خوا پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته