سیاست

جمهوررئیس غني د هرات ولایت له یو شمېر ولسي مشرانو، مخورو او استازو سره وکتل

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
د هرات ولایت یو شمېر ولسي مشرانو، مخورو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو نن غرمه په ارګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني سره د کتنې پرمهال  د دغه ولایت یو شمېر محیطي، امنیتي، روغتیايي، سیاسي، تعلیمي او ټولنیزې ستونزې شریکې او په اړه یې مشخص پیشنهادونه وکړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازو انجنیر منور شاه بهادري او مسعوده کروخي د نورو په استازیتوب لویو او عام المنفعه پروژو ته د جمهوررئیس پاملرنه وستایله او په ځانګړي ډول یې هرات ولایت کې د سلما بند او د چشت شریف سړک په ګډون د سلګونو هغو غټو او وړو پروژو په خاطر ورڅخه مننه وکړه چې په دې وروستیو کې  یې کار پیل شوی دی.
دغو استازو په هرات ښار کې د جنايي جرمونو زیاتوالي، د ښاري خدمتونو کمښت، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې په پښتو ژبه د معارف د کتابونو کمښت او د کوچیانو لپاره د ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي په اړه یادونه وکړه او دغو موضوعاتو ته د رسېدنې په خاطر یې د جمهوررئیس جدي پاملرنه وغوښته.
ورپسې د هرات د مېشتو قومونو په استازیتوب حاجي محمدشاه خان او حاجي غلام فاروق خان ویناوې وکړې او جمهوررئیس ته یې ډاډ ورکړ چې له هېواد څخه د دفاع په لار کې به په هر ډول شرایطو کې د حکومت او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.
دوی په دغه ولایت کې د قضا او لویې څارنوالۍ د کړنو څخه رضایت څرګند کړ  او د دغه ولایت په نورو ادارو کې یې د مثبتو اصلاحاتو په راوستو د ټینګار تر څنګ له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې په دولتي دستګاه کې د هرات ولایت له ځوانو کدرونو څخه استفاده وکړي چې له دې سره به د ملي مشارکت احساس او له دولت څخه د هرات ولایت د خلکو ملاتړ لا پسې زیات شي.
هغوی د هرات ولایت د ولایتي شورا رئیس او د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ ترمنځ وروستۍ لانجې ته په اشارې له جمهوررئیس څخه په دغه قضیه کې د پاملرنې او حل غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده چې جمهوررئیس دې د رامنځته شوي سوتفاهم له امله د هرات د ولایتي شورا رئیس عفوه کړي.
جمهوررئیس غني د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته د حکومت له برنامو څخه د هرات ولایت د مشرانو او استازو له ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دغو دوه نیمو کلونو کې یې تر بل هر ځای هرات ته ځانګړې علاقه او توجه ښودلې ده.
جمهوررئیس د هرات ولایت د ولایتي شورا د رئیس په اړه وویل که څه هم دا قضیه له عدلي او قضايي ارګانونو پورې تړلې ده، خو ما یې په اړه ستاسو پيغام ترلاسه کړ.
جمهوررئیس غني اداري اصلاحاتو او د چارو د عمومي ادارې له خوا د تشویق پروګرام ته په اشارې وویل چې ډېر ژر به په ملکي ادارو کې جدي اصلاحات پيل او د هرات په ګډون به د ټول هېواد په کچه وړ کدرونه په نښه او په دندو وګمارل شي.
محمد اشرف غني له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې په سیمه ییزه اداره کې د فساد په مخنیوي کې همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د هرات ولایت د مشرانو وړاندیزونو ته به د اړوندو ارګانونو له لارې رسیدګي وشي. همدارنګه یې ژمنه وکړه چې ژر به د پایتخت زون په څېر د هرات ښاري پلان باندې هم کار پیل شي.
جمهوررئیس وویل د امنیتي مسائلو تر څنګ زموږ زیاته پاملرنه تل په انکشافي پروژو متمرکزه ده چې  ډېر  ژر به هرات ولایت د رېل ګاډي د دوو پټلیو له پرانیستو سره ګاونډیو هېوادونو سره وصل او د اقتصادي او سوداګریزې ودې په مرکز بدل شي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته