سیاست

جمهور رئیس غني د هند د کانګرس ګوند له مشرې سونیا ګاندي سره وکتل

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ١٠ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني هند ته د خپل سفر په درېیمه ورځ د دغه هېواد د کانګرس ګوند له مشرې مېرمن سونیا ګاندي سره په خپل استوګنځي کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د همکاریو د پراختیا او د علاقې وړ یو شمېر نورو موضوع ګانو په باب بحث او خبرې وکړې.
مېرمن سونیا ګاندي هند ته د افغانستان  دجمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه د ملګري پلاوي د سفر له امله خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې  ورته و وایه.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د هند د مرستو او همکاریو له امله د مننې په ترڅ کې وویل چې ډیموکراسي د اتباعو د حقوقو د پیاوړتیا سبب کېږي او د ډيموکراسۍ پر بنسټېزه کېدو سره خلک کولاشي خپلو غوښتنو ته و رسیږي.
ده وویل چې د افغانستان دولت په انتخاباتي کمیسیونونوکې د اصلاحاتو په راوستلو ژمن دی او غواړو په دې ډاډه شو چې زموږ د اتباعو هره رایه په سمه توګه شمېرل کېږي او په ورته وخت کې باید د انتخاباتو لګښتونه هم را کم شي.
جمهور رئیس غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه زموږ د خاورې د دښمنانو د هر ډول بریدونو د ځوابولو او شنډولوځواک لري.
ده زیاته کړه چې افغانستان ډېر ښه امنیتي ځواکونه لري.
جمهور رئیس غني نړیوال تروریزم نه یوازې افغانستان، بلکې سیمې ته هم ګواښ وباله، ويې ویل چې د ترهګرو موخه د خلکو په زړونوکې د ویرې او ډار اچول دي، خو د افغانستان خلک به هیڅکله هم تروریزم او ترهګرو ته تسلیم نه شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې اوس د تروریزم بڼې بدلون موندلی دی او دې ته اړتیا ده چې د سیمې په کچه یې پرخلاف جدي مبارزه وشي.
د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس غني او ملګری پلاوی یې هند ته له درې ورځني رسمي سفر وروسته، تېره شپه هېواد ته راستانه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته