فرهنګ

د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون ابلاغيه

کابل باختر دوږي  نولسمه :
د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون ابلاغيه
د بينوا او د افغان پيپر د انټرنټي سايټونو په واسطه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيوچارو وزارت په کارکوونکو د بې بنسټو تورو، افترا او افواهاتو د خپرولو په باب د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيوچارو وزارت د شکايت له مخې د رسانه يي سرغړونو د څيړنې کميسيون د ١٣٩٢ کال د وږي دمياشتې د نولسمې نيټې په غونډه کې د رايو په اتفاق وپتيله چې د وروستي ځل لپاره دغوسايټونو ته خبر دارى ورکول کيږي چې د دغه شان بې بنسټو تورونو له خبرولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
که چيرې په راتلوونکې کې بيا هم دغه شان خپرونې تکرار شي؛ قانوني او جدي چلند به ورسره وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته